IQNA

د ایران په ضد د دښمن د حملو لپاره استفاده کونکو  مرکزونو ته دفاعی غبرګون طبیعي دی

20:31 - March 28, 2026
د خبر لمبر: 3492609
ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهریت ولسمشر د ایران په ضد په حملې کې د ځينو مسلمانو هیوادونو له حدودو څخه دتیریګرو په استفادې په افسوس سره ټينګار وکړ، ددغو حملو د پیل ځاي ته د ایران دفاعي غبرګون طبعي دی، په داسې حال کې چې  دایران اسلامی جمهوریت  اسلامی هیوادونه خپل ورور او دوست ګڼي او نه غواړي ، حتی یوه مسلمان ته تاوان ورسیږي.

ایکنانیوز  د ولسمشرۍ د ماڼئ د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکوي،د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان  د پاکستان  له لومړی وزیر شهباز شریف سره په ټيلیفوني تماس کې د سیمې په وروستیو بدلونونو اد ایران په ضد د امریکا اووحشي صهیونیسټي رژيم  دپوځي تیریو د نتیجو په باب  سره دنظر تبادله او بحث وکړ.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  په دغو خبرو کې  د ایران په ضد د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د پوځي تیریو په مقابل کې  له ایرانه د  پاکستان د مسلمان ملت  د پیوستون اوملاتړ  څخه په مننې سره د تپلي جن د دریدالپاره د پاکستان پشمول د ځينو دوست او  ګاونډیو هیوادونو  له ښوهڅو او زیار قدرونه وکړه.

ډاکټر پزشکیان  دایران په ضد دځينو مسلمانو هیوادونو له حدودو څخه د تیریګرو  په ناسمې استفادې باندې په افسوس کولو سره  ټينګار وکړ،ددغو حملو مبداء ته  دایران دفاعی غبرګون طبیعي دی ، په داسې حال کې چې د ایران اسلامی جمهوریت مسلمان هیوادونه خپل وروڼه ګڼي او نه غواړي ،حتی یوه مسلمان ته کوم تاوان ورسیږي.

هغه  د سیمې  هیوادونو ته د جنګ د غزیدا باندې مشتمل د صهیونیسټي رژيم په سپیرو نیّتونو باندې په ټينګار سره  خبرداری  ورکړ، مسلمان هیوادونه باید  ځیر ووسي او خیال وکړي چې  د دوي خاوره اوټاټوبی  د نورو مسلمانو هیوادونو باندې د حملې لپاره  استعمالیږي او  تیریګر ورڅخه ناوړه استفاده کوي.

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د ایران په ضد د تیریو د دریدا لپاره د پاکستان د مینځګړیتوب  دهڅو په قدرونې سره روښانه کړه، د ایران اسلامی جمهوریت باندې  دوه ځله د خبرواترو په مینځ کې  او دایټمی خبرواترو پهبهیر کې د ډيپلوماسئ په بهیر اوج کې پوځي تیري وشول  اوهمدااوس هم انرژۍ اواقتصادي بیخ بینائيو باندې  د نه حملې باندې مشتلو د امریکائي چارواکو له ژمنواو ادعاګانو سره سره  پر دغو مرکزونو باندې د حملو کتونکي یوو او قطعاًدغه ضد ونقیض چلند او کړنې په تیریګرې امریکا باندې د ایران دلازیات بې اعتمادئ سبب شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر  هم په دغو خبرواترو کې د ایران په ضد  دپوځي تیریو په تیره بیا  په اهواز او اصفهان ښارونو کې  دایران په اقتصادي بیخ بینائیو باندې د صهیونیسټي رژيم  وروستیو حملو په چورلټ محکومیت کې  د خپل هیواد پراصولي دریخ باندې په بیا ټينګار سره ، د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پاکستان د حکومت او ولس پر بشپړ پیوستون ټینګار وکړ.

 د پاکستان لومړی وزیر د امریکا د کړچار له امله ددغه هیواد او ایران ترمینځ د بشپړ بې اعتمادئ فضا په تائيدولو سره  ټينګار وکړ، چې هرډول خبرې اترې باید د متقابل احترام او داعتماد په فضا کې ترسره شي او ددې چارې لازمه د ایران د ولس او مسئولانو د ټارګټ کلینګ او د پوځي تیریو دریدا ده.

شهباز شریف  همداراز هیله وښودله چې ډير او د نښتو په ختیمدا سره  تهران ته سفر وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4343161   

captcha